کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل پولیسو یو کس له ۴۰ میله تومانچو سره نیولی

دصدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 ثور 1396 ساعت 15:45


د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې د معینیت مسولینو یو کس د ۴۰ میله مکروف تومانچو د قاچاق پرمهال نیولی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)،دغه وزارت تیره ورځ (شنبې، د وري دویمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا تومانچې د کابل څرخي پله دروازه کې د پلټنې پرمهال نیول شوي دي.

نیول شوی کس اسماعیل نومیږي او د ننګرهار ولایت اصلي اوسیدونکی دی.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې د معینیت د ځانګړو قطعو مشر، امام الدین مطمعن وایي دې کس ۴۰میله تومانچې په خپله کرولا ډوله موټر کې پټ کړي و او غوښتل یې چې د کابل قره باغ ولسوالۍ ته یې انتقال کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د کابل یو شمیر ښاریان د نا مسوله وسله والو له ډیریدو او په ځینو برخو کې د وسله والو غلاګانو له ډیریدو شکایت کوي.


د مطلب کود: 141507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141507/کابل-پولیسو-یو-کس-له-۴۰-میله-تومانچو-سره-نیولی

آوا
  https://www.avapress.com