دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 141573
ناټو: ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو د امریکا ستره بمي حمله بریالۍ وه

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د دوی د ارزونو له مخې لومړنۍ پایلې ښيي چې د امريکايي پوځيانو د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ ستره هوايي حمله کې د داعش ډېری مرکزونه له‌منځه تللي نو ځکه ویلای شي چې دا یوه بریالۍ حمله وه.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت ویاند بېل سلوین وايي چې په‎دې ستر بمي برید سره د داعش هغه مرکز هم له‎منځه تللی چې د سړک غاړې بمونه په‎کې جوړېدل.

نوموړی وايي: "د ارزونو له مخې د تونلونو جوړښت له‎منځه تللي چې دا یوه مثبته خبره ده او د دغه برید له امله د سړک غاړې بمي حملو کې کمښت راغلی ځکه په همدغه سیمو کې جوړېدل چې اوس هېڅ هم نشته، موږ باور لرو چې د GBU۴۳ بم استعمال هغه هدف وو چې موږ ترلاسه کړو."

د روان لمریز کال د حمل په ۲۴مه نېټه ماښام مهال امریکايي پوځيانو د ننګرهار په اچین کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر پټن‎ځایونو تر ټولو ستر غیر هستوي بم چې د بمونو د مور په نوم هم یادېږي استعمال کړ چې د دغه ډلې لسګونه غړو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د دغه سترې بمي حملې په اړه په کور دننه او بهر او په ځانګړي ډول د سیمې خلکو خپل مثبت او منفي غبرګونونه وښودل خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په داعش ډلې د دې بمې برید تأثیرات خورا زیات دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د دوی څېړنې چې لا هم پای ته نه‎دي رسېدلي ښيي چې په برېد کې د ۱۳ بهرنیو قوماندانانو په ګډون نېږدې ۲۰۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په داعش باندې يې ډېر زیات تاثیر کړی دی، ډېر کسان يې وژل شوي ډېر يې ټپیان شوي دي، ستر مرکز يې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی او دوی ترې وتلي یا وژل شوي، ټپيان شوي او یا تښتېدلي دي، د دې ترڅنګ د داعش مورال ضعیفه شوی او هغه وسلې او مهمات چې دلته يې ساتلي وو هغه ټول زموږ لاس ته راغلل."

ښاغلي وزیري وویل چې د اچین ولسوالۍ په مامند تنګي سیمه کې لا هم د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو هوايي او ځمکني تصفیوي عملیات روان دي.

هغه وايي چې دوی به په سیمه کې د داعش ډلې د بشپړ له‎منځه وړلو لپاره خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq9qwak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته