کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د ولسمشر عملیاتي استازي له دندې استعفا وکړه

5 ثور 1396 ساعت 3:36

په هلمند کې د افغان ځواکونو د همغږۍ ادارې مشر او د ولسمشر عملیاتي استازي عبدالجبار قهرمان له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، عبدالجبار قهرمان په دوه زره شپاړسم کال کې هغه مهال هلمند ولایت ته ولیږل شو، چې د مرکز لښکرګاه د سقوط له کبله اندېښنې زیاتې شوې وي؛ خو دغه پخوانی جنرال، چې دوه میاشتې کیږي له هلمند څخه کابل ته راستون شوی؛ رسنیو ته وایي، چې ولسمشر یې د هلمند په دفاعي او امنیتی ادارو کې د اصلاحاتو وړاندیزونو ته “مثبت ځواب” نه دی ورکړی.
قهرمان زیاتوي استعفا يې حکومت ته ورکړې او ولسمشر ته یي ویلي، چې په دغه ډول خپلې دندې ته دوام نشي ورکولی.
قهرمان دا هم په ډاګه کړې، چې تردې دمه یې استعفا منل شوې نه ده.


د مطلب کود: 141593

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141593/په-هلمند-کې-د-ولسمشر-عملیاتي-استازي-له-دندې-استعفا-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com