دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 141653
له فساد سره د مبارزې په برخه کې دافغانستان له پرمختګه د ملګری ملتونه هرکلی
د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ له مخی افغان چارواکی له فساد سره د مبارزې په چاره کې یو لړ پرمختګونه لرلي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ چې نن سې‎شنبې(د غوايي په ۵ مه)خپور شو،ښيي چې افغان چارواکي د سترو ننګونو سربېره، له فساد سره د مبارزې په چاره کې یو لړ پرمختګونه لرلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: " د هېواد د راتلونکي لپاره فساد باید په افغانستان کې له منځه ویوړل شي. ملګري ملتونه په دې برخه کې له لاسته راغليو پرمختګونو هرکلی کوي او له فساد سره په مبارزه کې د دولت روانې هڅې چې د بښنې د لمنځه وړولو لامل ګرځي، حساب ورکونه او شفافیت تامین کوي او د عامه خدمتونو، مالي او د طبیعي سرچینو د اداري د اعتبار د بیا را جلبولو سبب ګرځي، په بشپړه توګه ملاتړ کوي".
د افغانستان له فساد سره د مبارزي تر عنوان لاندي راپور: د جګړي بل ډګر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ) یوناما( په هغو لاسته راوړنو چې له فساد سره د مبارزې له امله لاسته راغلي ټینګار کوي او په نړیواله کچه پېژندل شوي هغه اقدامات چې دولت ته سپارښتنه کوي چې څنګه دولت د نړیوالو ټولنو او خلکو په ملاتړ دغه لاسته راونې نورې هم زیاتې کړي، تینګار کوي.
د یوناما مشر وویل :" زه هیله من یم چې له فساد سره د مبارزي په برخه کې ترلاسه شوي پرمختګونه او هغه سپارښتنې چې زمونږ په راپور کې راغلي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزي په برخه کې د پالیسیو د لا انسجام او همغږۍ لامل شي."
دغه رپوټ چې د خپرېدو څخه مخکې د افغانستان وزارتونو او عدلي ارګانونو ته د هغوی د نظر او تایید لپاره لېږل شوی و، په کې اشاره شوې چې فساد په افغانستان کې د ژوند ټولې برخې اغېزمنې کړي، په دولتي ادارو یې د خلکو باور لږ کړي او هېواد ته د تل پاتې سولې او سعادت د راوستلو د کوښښونو په مقابل کې خنډ ګرځېدلي.
له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، چې د ولسمشر په فرمان رامنځ ته شوی، د ژمنو پولیسو ، څارنوالانو او د ابتدائیه او د استیناف محکمې په لرلو سره ، د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزي مهم عنصر دی. یاد مرکز د پراخ فساد جرمونو چې په اوسني جزايي قانون کې مشخص شوي، او همدارنګه د پیسو سپینولو جرمونو، د فرهنګي او تاریخي آثارو له منځه وړلو او یا پلورلو، د کورني او بهرني امنیت په خلاف جرمونو، د کانونو ناقانونه استخراج، او د ځمکو غصب پر وړاندې جرمونو په برخه کې فعالیت کوي.
له فساد سره د مبارزې عدلي مرکز له پرمختګونو سربېره، چې په فعاله توګه تحقیق، څار او د قضیو فیصلې تر سره کوي، دا راپور ښیي چې افغانستان په عامه مالي چارو او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په مدیریت کې بنسټیز پرمختګ کړی.
دغه راپور څو سپارښتنې کړي، او دا مني چې له فساد سره د حکومت د روانی مبارزې هڅې باید د زیاتو افغانانو پر ژوند اغېزه وکړي او دې پایلې ته رسېدلي چې، سره له دې چې د قانون او پالیسیو زیات اصلاحات تر سره شوي، فساد لا تر اوسه د افغانستان د سولې او سوکالۍ په وړاندې د پام وړ خنډ دی.
یاماموتو وویل: "دا راپور په ډاګه کوي چې د فساد پر وړاندې مبارزه په لنډه موده کې نه ګټل کېږي، او دا مبارزه د حکومت او د عامه خلکو دوامدارې ژمنتیا او د نړیوالې ټولنې بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري."
https://avapress.com/vdcftydymw6djva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته