سیمه ییزچارواکي ویلی، په غزنی ولایت کې پرون د نښتې پرمهال ۱۰ تنو وسله والو طالبانومرګ ژوبلی اوشتی دی.
غزنی ولایت کي ۴ وسله والو وژل شوي او ۶ کسانوټپیان شوي دي
6 ثور 1396 ساعت 15:44
سیمه ییزچارواکي ویلی، په غزنی ولایت کې پرون د نښتې پرمهال ۱۰ تنو وسله والو طالبانومرګ ژوبلی اوشتی دی.
د افغان غږ(آوا) اژانس د خبر له مخی، د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاندفهیم امرخېل ویلی، نښته پرون ددی ولایت د قرباغ ولسوالۍ دعبدالله ګل په سیمه کې ترسره شوی.
نوموړی زیاتوي، وسله والوطالبانوغوښتل په قرباغ ولسوالی کې پرامنیتي پوستوبرید وکړي.
هغه ویلی، د افغان ځواکونو په برید کې ۴ وسله والو وژل شوي او ۶ تنوکسانوټپیان شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، د برید پرمهال د وسله والو وسلې هم لاس ته ورغلې دي.
هغوی د افغان امنیتی ځواکونو د زیان په اړه څه ندی ویلی، خو تر وسه وسله والو په دی اړه هم څه ندی ویلی.
د مطلب کود: 141684