د
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د تخار والی ویاند وایی چی طالبان تیره شپه د چرسی ها پر سیمی باندی برید وکړ او د درقد ولسوالی مواصلاتی لاره مسدود او د امنیتی ځواکونو دوه پوستی د چرسی ها خواجه بهاء الدین په سیمه کی او دری پوستی هم د القناق ولسوالی سیمکه کی د طالبانو تر تصرف لاندی راغلل.
هغه د دری امنیتی ځواکونو د ټپی کیدو او څلورو ټپیان کیدو څخه په خبر ورکولو سره وویل چی ۴ امنیتی ځواکونه هم اوس ورک دی.
هغه د طالبانو تلفات ۱۱ تنه وښوده او وویل چی امنیتی ځواکونه ددی سیمو د بیرته نیونی لپاره رسیدلی دی خو طالبان پر سړک باندی په ماینونو ښخولو سره، د خواجه بهاءالدین-درصد ارتباطی لاره بند او مسدود کړی دی.