کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په طالبانو کی نښته؛

په شیندند کی د طالبانو څخه اوه پنځوس تنه وژل سوی او ټپیان

6 ثور 1396 ساعت 16:51

د هرات ولایت شیندند ولسوالی څخه د رارسیدلو خبرو په اساس، ۵۷ تنه طالبان په خپلو کی په نښتی سره وژل سوی او ټپیان سوی دی.


د آوا د خبرله مخی، جیلانی فرهاد د هرات ولایت والی ویاند وایی چی لږترلږه ۵۷ تنه د طالبانو څخه په خپلو کی نښتی سره په شیندند ولسوالی کی ټپیان او وژل سوی دی.
هغه زیاته کړه: دا نښته د ۲۴ ساعتونو په جریان کی په خفیان او بلندک او شیرآباد او ده امان کی ترسره سوی دی چی د ۲۵ تنو وژل کیدو او ۳۲ تنو ټپیان کیدو لامل سوی دی.
د هرات والی ویاند زیاته کړه چی هراس افګنان امنیتی ځواکونو باندی هم برید کړی وو چی د امنیتی ځواکونو تهاجمی برید سره بیرته شاته وتومبول سو.
فرهاد وایی: په دی نښتو کی د ملاصمد کسانو څخه ۱۸ تنه وژل سوی او ۲۳ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
د هرات والی ویاند وایی، د ننګیالی کسانو څخه ۸ تنه وژل سوی او ۹ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د ځینو خبرونو په اساس د طالبانو ترمنځ نښته کی، د غیری نظامی کسانو څخه ټپی او یو انجلۍ هم ژوند د لاسه ورکړی دی.


د مطلب کود: 141694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141694/په-شیندند-کی-د-طالبانو-څخه-اوه-پنځوس-تنه-وژل-سوی-او-ټپیان

آوا
  https://www.avapress.com