دخپریدو نیټه :جمعه ۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 141801
د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندی او ۱۴ نورو کسانو څیړنه شروع سو
د دفاع ملی وزارت اعلان کړ چی د شاهین ۲۰۹ قول اردو قومانده د بلخ د برید په اړه د څیړنو لپاره نظامی عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفی سو.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت ویاند معاون ددی مطلب په بیان سره نن په کابل کی په یو خبری ناسته کی وویل چی د قول اردو ۱۴ نور مسئول نیول سوی هم د عدلی او قضایی څیړنو لاندی قرار لری.
د ملی دفاع وزارت ویاند معاون زیاته کړه چی د شاهین قول اردو قوماندی او ۱۴ کسانو باندی څیړنه د شاهین په پایګاه کی ادامه لری.
د هغه په وینا، تر څو چی وارد سوی تورنونه پر شاهین قول اردو قوماندی باندی نه وی ثابت سوی، هغه د یو ځواک جنرال ټولو حقوقو څخه برخمن دی، خو د اتهاماتو د ثابتیدو وروسته به هغه دادستانی او یا هم محکمی ته معرفی سی.
د بلخ تروریستی برید وروسته، مهمند کتوازی د شاهین ۲۰۹ قول اردو قومانده د خپل مقام څخه برکناره سو او جنرال امان الله مبین د شاهین ۲۰۹ قول اردو د قوماندی په حیث مقرر سو.
عبدالله حبیبی د دفاع وزیر او قدم شاه شهیم د هیواد مشترک ځواک ستاد مشر د شاهین ۲۰۹ قول اردو مرګباره برید وروسته چی د ۱۴۵ تنو څخه ډیر وژل او ۶۴ څخه ډیر ټپیان درلودل، استعفا ورکړ.
عبدالرووف ابراهیمی، د مجلس مشر د پرون په علنی مجلس کی وویل: د افغانستان امنیتی مسئولینو استعفا د شاهین قول اردو د تروریستی برید په لړ کی د خلګو لپاره د قناعت وړ نه دی او باید یو خاص محکمه د هغه جنرالانو او افسرانو لپاره جوړ سی چی غفلت یی کړی دی.
له بلی خوا یو کمیسیون د قوماندی د سهل او غفلت د څیړلو لپاره او همدارنکه د دست اندرکارانو لپاره بلخ ولایت ته اعزام سوی دی.
د اجرایی رییس ویاند، د مشترک مسلح قواوو ستاد مشر او دفاع وزیر د بلخ په تروریستی برید کی بی ګناه معرفی کړ او وویل چی ددی برید اصلی مسؤولیت د قول اردو قوماندانانو او د هغه کسانو په غاړه کی دی چی په هغه ساحه کی وو.
https://avapress.com/vdcaw6n6649nya1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته