کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د خپلو سرحدي پولیسو د وژلو له کبله د پاکستان سفیر احضار کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 ثور 1396 ساعت 8:26


تهران د پاکستان سفیر وربللی او د پاکستان-ایران ترمنځ سرحد کې یې د ایراني سرحدي پولیسو په وژلو یې ورته اعتراض کړی دی.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، ایراني چارواکي وایي برید د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له خاورې د سیستان-بلوچستان په ایالت کې په سرحدي ساتونکو شوی او نهه تنه یې وژلي دي.

سني وسله والې ډلې جیش العدل د برید مسولیت اخیستی دی.

د ایران دولتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکلي چې تهران د پاکستان سفیر قاسم خان دراني ته وویل "پاکستان باید د دغو تروریستانو د نیولو لپاره چې زموږ د سرحد نهه ساتونکي یې ووژل، جدي اقدامات وکړي او سزا ورکړي".


د مطلب کود: 141814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141814/ایران-د-خپلو-سرحدي-پولیسو-وژلو-له-کبله-پاکستان-سفیر-احضار-کړ

آوا
  https://www.avapress.com