کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله عبدالله:

پر افغانستان د طالبانو تور یرغل روان دی

9 ثور 1396 ساعت 12:28

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، د شوروي له یرغل وروسته افغانستان بیا هم تر یرغل لاندې راغی، چې پر وینا یې د طالبانو تور یرغل اوس هم روان دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې په پنجشیر کې د مجاهدینو د بریالیتوب د پېنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې؛ په ډاګه کړه، مجاهدین د غویي پر اتمه پر پخواني شوروي غالب شول؛ خو د مجاهدینو خپلمنځيو ستونزو او اختلافونو دې ته لار اواره کړه، چې طالبان یو تور یرغل وکړي.
په وروستیو څو ورځو کې د امریکا دفاع وزیر وویل؛ داسې رپوتونه ور رسیدلي، چې روسیه له طالبانو پوځي ملاتړ کوي، خو مسکو دغه خبرې رد کړې دي.
اجرائیه رییس پرته له دې، چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وایي؛ هر هېواد، چې د ترهګرو ملاتړ کوي، ور ته هیڅ ګټه نه کوي او باید له وسلوالو څخه د ملاتړ بهیر ودروي.
په غونډه کې پرحکومتي مجاهدینو نیوکې د دې لامل شوې، چې پروان والي محمد عاصم عاصم د یووالي نشتوالی د ستونزو اصلي لامل وبولي.
هغه وویل، د واحدې قومندې لاندې راټولیدل د روانې ستونزې د حل یوازنۍ لار ده.
د پجشېر والي کمال الدین نظام وایي؛ هغه خلک، چې د مجاهدینو د بري ورځ د ټینګار وړ نه بولي باید پوه شي، چې له هېواد سره جفا کوي.
د نوموړي په وینا؛ د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ نه منل له خلکو او ولس سره خیانت دی.
مجاهدینو د ۱۳۷۱ لمریز کال د غویی پر اتمه کابل له کمونستي رژیم خلاص کړ؛ خو وروسته دوی په خپل منځ کې ښکېل شول او جګړې یې تر منځ پېنځه کاله وغزیدې. وروسته د طالبانو تحریک را منځته شو او د ۱۳۷۵ ل کال د تلې په ۶ یې مجاهدین له کابله وشړل.


د مطلب کود: 141851

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141851/پر-افغانستان-د-طالبانو-تور-یرغل-روان-دی

آوا
  https://www.avapress.com