دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 141930
د ولسمشر دویم مرستیال د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته دعوت کړ

د افغانستان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته دعوت کړ.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ښاغلي دانش نن له یو لوړپوړي دولتي پلاوي سره ننګرهار ولایت ته سفر کړی و او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړی پلازمینې کابل ته دعوت کړ.

په همدې حال کې ښاغلي حکمتیار په ننګرهار ولایت کې په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې حزب اسلامي د هيواد د ژغورنې او جوړېدو لپاره مو مصالحه وکړه.

هغه پر طالبانو او د دولت پر نورو مخالفينو غږ وړکړ، چې د سولې لاره خپله کړي او زیاته کړه چې جګړه د حل لاره نه ده او هيڅوک نشي کولاى د جګړې له لارې واک ته ورسيږي.

د حزب اسلامي مشر پر طالبانو یو ځل بیا تونده نیوکه وکړه او وویل ” طالبه ته به الله ته څه ځواب ورکوې، چې ښار ته ننوځې او عام خلک وژنې. مسجد ته ننوځې او هلته په سجده پروت شخص وژنې، زه خو داسې ايمان ته حیران یم، چې بې ګناه انسانان وژني.”

ښاغلي حکمتیار افغان ښځو ته په خطاب کې وویل “موږ به د ښځو د هغو حقونو لپاره دفاع وکړو، چې اسلام ورکړي دي. موږ له پيغمبر او اصحابو کرامو ډطر دينداره نه يو چې په ښځو بندیز ولږوو. موږ ته فرصت راکړئ، چې موږ له ښځو څه جوړو او نورو ترې څه جوړ کړي.”

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsf0fzyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته