کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب اسلامي نږدې 120 بندیان سبا آزادیږي

10 ثور 1396 ساعت 14:55

د حزب اسلامي یو جګپوړی غړی وایي، د حزب اسلامي نږدې یو سل و شل بندیان سبا ته د ولسمشر په امر د بګرام او څرخي پله له زندانونو آزادږي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، دغه بندیان، چې اکثره د جګړې په ډګر کې نیول شوي؛ خو له خلاصیدو سره به هغوی د دولت متحدین شي.
ګلبدین حکمتیار وایي؛ تر هغې، چې بندیان آزاد نه شي، کابل ته نه راځي.
د حزب اسلامي غړی الله ګل مجاهد وایي، ټاکل شوې، چې د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو راخلاص شي.
د حزب اسلامي ویاند سید نقیب الله هاشمي وایي، د بندیانو په آزادیدو کې؛ ځکه ځنډ وشو، چې پلاوی یې لغمان ته تللی و.
د سولې د هوکړه لیک د عملي کولو کمیسیون رییس اکرم خپلواک وایي، هوکړه لیک به بند په بند پلی شي.
د حزب اسلامي د بندیانو د آزادیدو خبره د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له اندېښنو سره هم مخ ده.


د مطلب کود: 141951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141951/د-حزب-اسلامي-نږدې-120-بندیان-سبا-آزادیږي

آوا
  https://www.avapress.com