دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 141974
ننګرهار: د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت نومې یا داعش وسله وال او طالبانو وسله والو ترمنځ نښتې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې .

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې تیره ورځ د غويي په لسمه سهار د داعشیانو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې یوه ماشومه شهیده شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې نښتې پر مهال ۲۱ وسله وال طالبان او ۷ داعش وژل شوي او له دواړو مخالفو ډلو څخه ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ولایت مقام په وینا، داعش په چپرهار ولسوالۍ کې وروسته له هغې د وسله والو طالبانو سره جګړه کوي، چې د نورو ولسوالیو ترڅنګ په هسکه مینه ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې تر هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz8b8arhba9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته