دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 142087
کمزورې رهبرۍ او اداري فساد د افغانستان جګړه پېچلې کړې
په افغانستان کې د امریکا د مرستو سرمفتش وايي، چې کمزورې رهبرۍ او اداري فساد د افغانستان جګړه پیچلې کړې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار رییس جان سپکو خپل رپوت د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ. په دغه دوه سوه دري اویا پاڼو کې راغلي، چې د افغان ځواکونو کمزوری مدیریت او اداري فساد د افغانستان جګړه پېچلې کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا، چې جګړه پېچلې شوې، لامل یې کمزوری مدیریت او اداري فساد دی. که رهبري کمزورې او فاسده وي؛ نو تر امر لاندې کسان له ځان څخه پوښتنه کوي، چې د څه لپاره ځانونه ووژنو؟!
د نوموړي په وینا؛ تر اوسه جدي ستونزې شته؛ وسلوال اورپکي په خطرناکه توګه د افغانستان له هرو درې وګړیو پر یوه واک چلوي. تریاک په بې ساري توګه ډېر شوي دي. فقر او بیسوادي اوس هم په لوړ حد کې ده. د قانون واکمني محدوده ده او د پانګونې په مخ کې ډېرې ستونزې پرتې دي او بېکاري د لوړیدو په حال کې ده.
که څه هم په رپوت کې راغلي، چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې دوه اعشاریه پېنځه فیصده نوره خاوره هم په واک کې راوستې؛ خو ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو په څه کم یوه نیمه میاشت کې اته سوه سرتېري له لاسه ورکړي دي.
راپوت په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د رپوت له مخې افغان حکومت د څلور سوه اووو ولسوالیو په نهه پنځوس فیصده برخه واکمني لري، چې د تېرو درې میاشتو په پرتله دوه اعشاریه پېنځه زیاتوالی ښيي.
د سپکو په باور په افغانستان کې روانو نا امنیو د بیا رغونې مخه هم نیولې ده. سیګار یا د امریکا د مرستو د څار اداره له دونالد ترمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره ښه ژوره و ارزوي.
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولین د سیګار د دغه رپوت په اړه خپل غبرګون داسې څرګندوي:
د دفاع وزارت مرستیال ویاند وایي، مونږ هڅه کو، چې فساد په دې وزارت کې بشپړله منځه یوسو.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند وایي، بهرني ځواکونو دې د ترهګرو اصلي ځالو ته پاملرنه راواړوي؛ مونږ به ژر سولې ته ونه رسیږو.
د سیګار د رپوټ د معلوماتو له مخې؛ امریکا له دوه زره دوه یم کال راهیسې د افغانستان د بیا رغونې لپاره یواویا میلیارد دالره مرسته کړې، چې په وینا یې یو شپېته په سلو کې د افغان پوځ پر روزنه او سمبالولو لګول شوي دي.
https://avapress.com/vdch6inzq23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته