کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب اسلامي: ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ کابل ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 ثور 1396 ساعت 11:34


د حزب اسلامي چارواکي وایي، د یاد حزب مشر ګلبدین حکمتیار ممکن د پنجشنبې په ورځ له ختیځ نه کابل ته لاړ شي.

 د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د حزب اسلامي ویاند قريب رحمان سعيد تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ښاغلي حکمتيار د راتګ لپاره بشپړه تياری نيول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د یاد حزب ۵۰ زندانيان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د پلچرخي له زندانه خوشي شول.

چارواکي وایي، په پام کې ده چې ډېر ژر به د دې حزب یو شمېر نور زندانيان هم راخوشي شي.

په پام کې وه چې له حزب اسلامي سره د سوله ییز تړون له مخې د دغه ګوند ۶۹ بندیان د دو شنبې په ورځ خوشې شي خو د حزب اسلامي چارواکي وایي دا کار د افغان چارواکو او حزب اسلامي ترمنځ د مخالفت له کبله وځنډېد.

د حزب اسلامي د دفتر سرپرست مشر نادر افغان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د بندیانو خلاصیدل کار د بشري حقونو کمیسیون تر اعتراض وروسته وځنډېد.


د مطلب کود: 142167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142167/حزب-اسلامي-ګلبدین-حکمتیار-د-پنجشنبې-په-ورځ-کابل-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com