دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 142243
ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسېد

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نږدې ۲۰ کاله وروسته نن په پلازمینې کابل ته ورسېد.

د راپورنو له مخې، په پام کې ده چې ښاغلي حکمتیار نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتنه ولري.

د حزب اسلامي ویاند قريب رحمان سعيد د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ښاغلي حکمتيار د راتګ لپاره بشپړه تياری نيول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شبنې په ورځ د یاد حزب ۵۰ زندانيان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د پلچرخي له زندانه خوشي شول.

چارواکي وایي، په پام کې ده چې ډېر ژر به د دې حزب یو شمېر نور زندانيان هم راخوشي شي.

د افغانستان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سپتمبر په میاشت کې د سولې تړون لاسلیک شو .

د تړون پر بنسټ، د حزب اسلامي ګوند له جګړې لاس اخلي، اساسي قانون مني او په بدل کې یې حکومت ورته د قانون په چوکاټ کې د بندیانو خوشې کولو او د حق العبد په استثنا د قضایي خوندیتوب په څېر یو لړ امتیازونه ورکوي.

د تړون له مخې د افغانستان حکومت مکلف شو چې د ملګرو ملتونو او د امریکا په څېر نورو هېوادونو له تور نوملړ نه د حزب اسلامي مشرانو نومو لرې کولو هڅه وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba5b8frhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته