دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 142254
ننګرهار کې بی پیلوټه الوتکې برید ۷ داعش وسله وال وژلي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۷ تنه داعش وسله وال د بی پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ننګرهار امنیه قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې دهسکې مینې ولسوالی د ګورګری په سیمه کې تیره ورځ بهرنیو ځواکونو بی پیلو ټه الو تکې هوایي برید ترسره کړی چې په پایله کې اوه داعش وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په ترسره شوی برید کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیا ن ندې اوښتې .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د داعش پر ضد د حمزه په نومې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkx0foyt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته