دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 142287
رئیس اجرایی د ګلبدین حکمتیار په حضور کی د هغه خبرو په وړاندی غبرګون وښود
ارئیس اجرایی د ګلبدین حکمتیار څخه د ښه راغلاست په مراسمو کی په ارګ ماڼۍ کی وویل: د ملی وحدت حکومت په خاصو شرایطو کی منځته راغلی دی او خپل ټولو تعهداتو ته د افغانستان خلګو لپاره استوار قدم اخیستۍ دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، ګلبدین حکمتیار نن په ارګ ماڼۍ کی د ښه راغلاست په مراسمو کی چی دهغه لپاره جوړ سوی وو وویل چی موږ پارلمانی نظام باندی باور نلرو او د هیواد اوسنۍ شرایطو سره سم نه دی او د مشرانو څخه غواړو چی ائتلافی حکومت د افغانستان اوسنۍ شرایطو سره سم نه دی، ائتلافی حکومت ناکام دی او هیڅ ځای نتیجه نه دی ورکړی او دلته به هم قطعآ نتیجه ورنه کړی.
خو د حکمتیار دا خبری د اجرایی رئیس د سخت غبرګون سره مخ سو او هغه په خپلو خبرو کی وویل چی ملی وحدت حکومت په خاصو شرایطو کی منځته راغلی دی او خپل ټول تعهداتو ته د افغانستان خلګو په وړاندی محکمه قدم اخلی.
همدارنګه ښاغلی عبدالله د طالبانو ورور بللو په غبرګون کی د کرزی او حکمتیار له لوری، وویل: د یو شخص په حیث حق لرم تر څو خپل نظر بیان کړم، د افغانستان مخکنۍ ولسمشر خبرو ته په احترام سره، طالبان د حکمتیار وړونه بولم.
د عبدالله په باور د خلګو لوړ پوړۍ خلګو ترمنځ فاصله رامنځته کونه یواځی به قربانی واخلی.
هغه ټینګار وکړ، دا باور و ښاغلی حکمتیار ته ورکوو چی که طالبان د سولی پروسی سره یوځای سی، تردی به هم ښه ښه راغلاست ولرو.
هغه زیاته کړه، د پنځلس کلونو لاسته راوړنی د افغانستان خلګو مبارزاتو څخه د دهشت افګنی په وړاندی دی.
https://avapress.com/vdcjo8evauqex8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته