دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 142334
غني فضا ته د جنوبي اسیا سپوږمکۍ لیږلو په اړه هند او غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې فضا ته د “جنوبي اسیا سپوږمکۍ” د لېږلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د صدای افغان خبری آژانس، ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د هند د فضايي څيړنو سازمان له خوا فضا ته د جنوبي اسیا سپوږمکۍ د لېږلو په خاطر دغه هېواد او ټولو غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه او دا یې د سیمه‌ییزې همکارۍ په ډګر کې سترګام وباله.

په دغه کنفرانس کې د (هند، افغانستان، بنګله‌دیش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا) هېوادونو مشرانو ګډون درلود، یاد هېوادونه فضا پورې تړلې دغې سیمه‌ییزې مخابراتي پروژې کې شریک دي.

د ارګ ماڼی په وینا، د “جنوبي اسیا سپوږمکۍ” هند فضا ته وتوغوله چي په دغې پروژې کې شاملو هېوادونو ته به د تلویزیوني نشراتو د خپرولو، د بانکدارۍ او الکترونیکي حکومتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوجۍ د خدمتونو اسانتیاوې برابروي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1iqs02bq018.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته