کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستانیو پوځیانو پر تورخم ۷ توغندي توغولي

17 ثور 1396 ساعت 10:33

پر تورخم د پاکستانيو پوځیانو له خوا د توغندیو په برید کی څلور موتر سوځیدلي، یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېر ماښام د پاکستانیو پوځیانو له خواپر تورخم ۷ توغندي توغول شوي، چی له کبله یی څلور باروړونکي موتر سوځیدلي، یو موتر چلوونکی وژل شوی او یو بل ټپی دی
. مرکزي حکومت افغان ځواکونو ته امر کړی، چې د پاکستان د هرې سرحدي سرغړونې په وړاندې ماشه کش کړي.


د مطلب کود: 142403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142403/پاکستانیو-پوځیانو-پر-تورخم-۷-توغندي-توغولي

آوا
  https://www.avapress.com