کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان په لغمان کې له بندیانو هره ورځ ۵۰۰ افغانۍ اخلي

17 ثور 1396 ساعت 10:41

د لغمان ولایتي شورا مرستیال وایي، طالبان د علیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د روزنې مرکزونه او زندانونه لري، چې له بندیانو څخه هره ورځ د ډوډۍ ۵۰۰ افغانۍ اخلي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د لغمان د ولایتي شورا مرستیال عبدالعزیز لغمانی زیاتوي، طالبان د علیشنګ له سیمو څخه پر مهترلام او د لغمان پر نورو سیمو بریدونه هم سمبالوي.
په علیشنګ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان عزمت میر وایي، طالبانو د علیشنګ ولسوالۍ د ځینو برخو په غرونو کې سمڅې جوړې کړي او بېلابېلې دستګاوې هم لري.
د سیمه ییزو پولیسو سرتېری برکت شاه وایي، علیشنګ ولسوالۍ ته تګ راتګ آسانه او ډ‌اډمن نه دی او طالبان وخت ناوخته پر لویو لارو تلاشي او پوښتنې کوي.
د سیمې خلک وایي، چې طالبان د علیشنګ ولسوالۍ په شیخ بازار کې پوځي تجهیزات او ډول ډول وسلې هم په آزاده توګه پلوري او پېري.
که څه هم امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د وسلوالو ګواښونه له مهترلام ښار لیرې کړي؛ خو اوس هم ترهګرې ډلې د دې ښار په شاوخوا سیمو کې پراخ فعالیت لري.


د مطلب کود: 142406

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142406/طالبان-په-لغمان-کې-له-بندیانو-هره-ورځ-۵۰۰-افغانۍ-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com