کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات شیندند ولسوال خطاب و حکومت ته:

هر څه ژیر د شیندند نوی ولسوالیو تشکیلات نهایی کړۍ

۴۰۰ طالبان د ۱۸ ډلو په قالب کی په دی ولسوالی کی فعالیت کوی

17 ثور 1396 ساعت 13:02

مسوولان د شیندند ولسوالی کی وایی چی د حکومت مشران باید هر څه ژیر ددی ولسوالی رامنځته سوی نیو تشکیلات نهایی کړی.


د آوا د خبر له مخی، تقریبآ یو کال مخکی وو چی د هیواد ملی امنیت شورا تصمیم ونیوه ترڅو د هرات شیندند ولسوالی پنځه ولسوالی باندی وویښی.
دا تصمیم ددی لپاره واخیستل سو ترڅو ددی ولسوالی امنیتی وضعیت ښه سی خو تراوسه دنوی ولسوالیو تشکیلات نه دی نهایی سوی.
حکمت الله حکمت د هرات شیندند ولسوال نن سهار په یو خبری ناسته کی د دولت څخه وغوښته تر څو څه ژیر ددی ولسوالی تازه رامنځته سوی تشکیلات نهایی کړی.
هغه ټینګار وکړ چی د نوي ولسوالیو د فعالیتونو په شروع کیدو سره، امنیتی وضعیت ښه کیږی.
حکمت وویل چی په حاضر وخت کی د ۴۰۰ طالبانو څخه ډیر په ۱۸ ډلو کی په شیندند کی فعالیت لری او ځینی یی هم ځینی تحرکاتو ته لاس وهی.
د مخالفانو د درآمد یو لاره د مخدره توکو کشت او قاچاق دی چی د شیندند ولسوال په وینا، طالبان په دی ولسوالی کی دی باندی تمرکز کړی دی.
له بلی خوا جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند وایی چی سیمه ایز اداری د درو میاشتو رایزنی وروسته، ددی ولایت ځینی اوسیدونکی د نوی ولسوالیو اداری بستونو نامزد په حیث معرفی کړی دی.
هغه وایی چی سیمه ایز اداره د مرکز نهایی تصمیم ته په صبر دی.
د هرات والی ویاند همدارنګه د طالبانو حضور او مخدره توکو ترانزیت په اړه وویلی چی هغوی ځینی کمیتی همجواره ولسوالانو سره رامنځته کړی دی ترڅو په مشترک ډول سره د مخدره توکو سره مبارزی په برخه کی او د تبهکارو ډلو سره مبارزه وکړی.
زاوول، زیرکوه، کوه زور او پشت کوه نوی تاسیس سوی ولسوالی دی چی یواځی د کاغذ پرمخ د ولسوالیو په نامه یادیږی په داسی حال کی چی تراوسه اداری تشکیلات یی نه دی پوره سوی.
له بلی خوا هم شیندند د هیواد لویو ولسوالیو څخه شمیرل کیږی چی هر وخت د دولت مخالفینو او طالبانو تر تهاجم لاندی قرار لری.


د مطلب کود: 142430

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142430/څه-ژیر-د-شیندند-نوی-ولسوالیو-تشکیلات-نهایی-کړۍ

آوا
  https://www.avapress.com