دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 142484
د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۱۴ کیلو متره سړک جوړولو چارې پیل شوې

ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د شیرګړ سیمه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د کلیوالي لارو د جوړولو ملي پروګرام په ۱۶۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت د نږدې ۱۴ کیلو متره سړک د جوړولو چارې د غويي په ۱۶مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت څخه مننه وکړه،چې د دې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې پروژه عملي پيل کړه .
نوموړي زیاته کړه،د شیرګړ سیمې سړک دیارلس عشاریه څلور اتیا کیلو متره اوږدوالی او اووه متره پلنوالی لري، چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په یوسلو اوه شپیته عشاریه اتیا میلیونه افغانیو مالي لګښت د یو کال په موده کې په اساسي ډول جوړیږي .
هغه د سړک جوړنې شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو چارې په معیاري ډول ترسره کړي او ولسونو او مسؤلینو ته یې د سړک د چارو څخه د جدي څارنې لارښوونه وکړه .
ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ او د میرزاخیلو سیمو پاتې څلور کیلو متره سړک د جوړولو چارې هم پیل کړي او ژمنه یې وکړه،چې په دې ولسوالۍ کې به د روغتیا،زراعت او پوهنې برخه کې ګڼ شمیر نورې پروژې هم پلي کړي .
ښاغلي منګل د ولسونو سره په غونډه کې د دې ولسوالۍ د مسؤلینو او ولسونو څخه وغوښتل ترڅو ورسره د ښوونکو د ښارګوټې د ستونزې په حل کې جدي او بېړنۍ همکاري وکړي .
د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس صفت الله شرفمل وویل،د یاد سړک د جوړولو پر مهال به ۶۷ نوي پلچکونه اوو۲۱ پخواني پلچکونه پراخه او د ۳۷۲۲ متره په اوږدوالې به استنادي دیوالونه هم جوړ شي،چې په اوو لویو کلیو کې به ترې شاوخوا ۶ زره کورنۍ ګټه واخلي .
هغه د سړک د چارو د معیاري ترسره کولو د ډاډ ترڅنګ د ولسونو څخه د کار پر مهال د همکارۍ غوښتنه وکړه .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي امیرخان یار او د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د خپلو خبرو پر مهال د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت او ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د شاوخوا لس کلنو ځنډیدلې پروژې د عملي چارو د پيل کېدو زمینه یې برابره کړه .
د ولسي جرګې غړي امیرخان یار ژمنه وکړه،چې ډیر ژر به د دوی په هلو ځلو د عیده مسجد، لنډه بوچ او د میرزا خېلو سړکونو د جوړولو چارې هم پیل کړي او زیاته یې کړه،په بودیجه کې یې د بهسودو څخه تر ښیوې پورې ۱۷ کیلو متره سړک،کامې ولسوالۍ کې د موسی شفیق لیسې ودانۍ او د کامې ولسوالۍ غازي مدرسې جوړول نیولي،چې د عملي چارو د پیل کېدو په موخه یې هلي ځلي ترسره کوي.
ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد ننګرهار والي ته د کامې ښوونکو د ښارګوټې ستونزې په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کامې ولسوال عطاالرحمن هډه وال ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په یاده ولسوالۍ کې به د سړک جوړونې پروژه په ښه توګه پلي کړي،د ښوونکو ښارګوټې ستونزې ته به قانوني حل لاره ومومي او د قیمتي ډبرو د ویستلو مخنیوی به وکړي .
قومي مشرانو ملک رحمن الله،رحمت الله،عبدالرزاق،هدایت الله او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د ولسونو سره یې د شیرګړ سړک د جوړونې په برخه کې شوې ژمنه عملي کړه او ډاډ یې ورکړ،چې ولسونه به په بشپړ ډول د پروژې د ښه تطبیق په برخه کې همکار ووسي .
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت استازي انجینر محمد ولي بکتاش وویل، د هېواد له خپلې بودیجې څخه یاد

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivraz5t1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته