د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پر ۱۴ تدارکاتي موضوعاتو او پروژو بحث وکړ او له ۲ میلیارد او ۳۴۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت یې اووه تړونونه منظور کړل.
د صدای افغان خبری آوا، منظور شوي تړونونو کې لاندې پروژې شاملې دي:
په ۱۳۹۶ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان د ۳۰ زره او ۲۵۰ تنو حاجیانو د هوایي لېږد او رالېږد د خدمتونو پروژه،
د کابل، لغمان او هلمند ولایتونو لپاره د تخنیکي او مسلکي روزنو د ترسره کولو د مشورتي خدمتونو پروژه،
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت اړوند د بېنډوېت (Bandwidth) انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې قرارداد،
له نوري فاېبر سره د هېواد ۱۵ پوهنتونونو د نښلولو د پروژې قرارداد،
د سوېلي آسیا د تحصیلي او څېړنیزې شبکې د نښلولو د خدمتونو TIEN۴ پروژه،
د نورستان ولایت اړوند د دو آبې د دهن پل پیار څخه تر منډول پورې د لومړۍ برخې د ۱۱ کیلو متره سړک د بیارغونې د قرارداد د وخت تمدید،
د هېواد د کورنيو هوایي ډګرونو د الوتکو لپاره د یو قلم تېلو د تدارک قرارداد.
بل لوري د ملي تدارکاتوکمېسیون د اوبو او انرژي وزارت اړوند د درې بندونو پروژې د اقتصادي تحلیل په غرض او همداراز د ټولګټو وزارت اړوند د سرپُل ولایت د شبرغان سړک د ډيزاین او جوړولو پروژه د تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو په غرض بېرته وروګرځول شوه.
د یادونې وړ ده چې ملي تدارکاتو کمېسیون د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت اړوند د بېنډوېت (Bandwidth)انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې تړون د نوي قرارداد تر سره کولو پورې په مشروط ډول منظور کړ.
په دې غونډه کې د کمېسیون د غړیو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجی کمېسیون، سيګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ څارونکو برخه اخستې وه.