دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 142521
د سنا مجلس مشر: افغانستان د پاکستان څخه د سازمان ملل امنیت شورا کی شکایت وکړی
د سنا مجلس مشر د پاکستانی نظامیانو برید په غبرګون چی د قندهار سپین بولدک کی ترسره سو، د حکومت څخه غواړی چی ددی هیواد په وړاندی د سازمان ملل په امنیت شورا کی شکایت درج کړی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس مشر د مجلس ننۍ ناسته کی وویل: د حکومت څخه غواړو ترڅو دیپلماتیک اصول مطابق، یو شکایت نامه د پاکستان بی شرمانه تحرکاتو په وړاندی چی د دیورند خط په لړ کی ترسره کوی د سازمان ملل امنیت شورا کی درج کړی.
ښاغلی مسلمیار همدارنګه د خارجه وزارت څخه وغوښته چی دا موضوع د خبرو اترو له لاری د پاکستان له لوری په جدی توګه تر څیړنی لاندی ونیسی.
نجیبه حسینی، د سنا مجلس غړۍ هم وایی چی افغانستان شکایت درج کړی ترڅو د سازمان ملل امنیت شورا پر پاکستان باندی فشار راوړی ترڅو خپل مشکل د افغانستان سره د مذاکری له لاری حل کړی.
دوه ورځی مخکی د قندهار سپین بولدک په ولسوالی کی د لقمان او نظر ولسو کلیو کی د افغانستانی او پاکستانی نظامیانو په منځ کی نښتی وسوی چی نظامیانو او غیری نظامیانو ته زیان واوښت.
که څه هم په دی سیمه کی اوس جنګ دریدلی خو د سنا مجلس غړۍ وایی چی جنګی وضعیت په دی سیمه کی حاکم دی.
دا مرزی نښتی د پاکستان پارلمانی هیات سفر و افغانستان ته څو ورځی وروسته صورت نیسی؛ هغه  سفر چی ټوله د هغه بی نتیجه پاته کیدو باندی اتفاق نظر لری.
فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس مشر هم دی سفر ته په اشاری سره وویل چی څو ورځی مخکی د پاکستان پارلمانی هیئت سره ملاقات درلود او په وضاحت سره دی هیئت ویلی دی چی دا سفرونه بیله دی چی تشریفاتی وی کوم نتیجه نه لری؛ ځکه چی د هغه هیواد ټول چاری د استخباراتی سازمان له لوری مخته ځی.
د سنا مجلس مشر په وینا، په داسی حال کی چی آمریکا د افغانستان او سیمی لپاره د نوۍ پالیسی د رامنځته کولو په هڅه کی دی پاکستان غواړی داسی شکاره کړی چی د افغانستان سره د ښو او نیکو اړیکو غوښتونکی دی او ددی اړتیا سته چی د هیواد خارجی سیاست دستګاه او حکومت د پاکستانیانو چم او فریب ونه خوری او پرینږدی چی وضعیت څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړی.
https://avapress.com/vdcauun6649nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته