کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جواد ظریف:

په سیمه کې د سخت دریځۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي

18 ثور 1396 ساعت 17:07

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل سفر کې په ډاګه کړې، چې په سیمه کې د سخت دریځۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د ملي وحدت حکومت له جوړښت را پدیخوا دا لومړی ځل دی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کابل ته په سفر راځي.
جواد ظریف یوې خبري ناستې ته وویل، چې په سیمه کې سخت دریځي او افراطیت د پردیو د لاسوهنو او فعالیتونو له کبله د ودې په حال کې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ډاګه کړې، چې ایران غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ په خلاف مبارزه کې رښتوني همکاري وکړي.
ظریف ټينګار کوي، چې په نړیوالو غونډو او ټولنو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ښاغلي ظریف په باور؛ ایران غواړي، چې له کابل سره یې اقتصادي او سیاسي اړیکې نورې هم غښتلي شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له ترهګرۍ سره د رغنده مبارزې لپاره سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرستصلاح الدین رباني په دې باور دی، چې زیاتره مسلمان هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي؛ نو، ځکه په کار ده، چې اسلامي نړۍ د ترهګرۍ لپاره مناسب تعریف غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له وسلوالو طالبانو سره د ایران او روسیې د اړیکو او همکاریو رپوټونه خپریږي. تر ډېره امریکايي چارواکي ایران او روسیې ته له وسلوالو طالبانو سره د مرستې د تور ګوته نیسي، تهران او مسکو د مرستو رپوټونه رد کړي او دا یې منلې، چې له وسلوالو طالبانو سره په سیمه کې د سولې د رامنځته کولو لپاره اړیکې لري.


د مطلب کود: 142525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142525/په-سیمه-کې-د-سخت-دریځۍ-ودې-لپاره-هڅې-روانې-دي

آوا
  https://www.avapress.com