دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 142525
په سیمه کې د سخت دریځۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل سفر کې په ډاګه کړې، چې په سیمه کې د سخت دریځۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ملي وحدت حکومت له جوړښت را پدیخوا دا لومړی ځل دی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کابل ته په سفر راځي.
جواد ظریف یوې خبري ناستې ته وویل، چې په سیمه کې سخت دریځي او افراطیت د پردیو د لاسوهنو او فعالیتونو له کبله د ودې په حال کې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په ډاګه کړې، چې ایران غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ په خلاف مبارزه کې رښتوني همکاري وکړي.
ظریف ټينګار کوي، چې په نړیوالو غونډو او ټولنو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ښاغلي ظریف په باور؛ ایران غواړي، چې له کابل سره یې اقتصادي او سیاسي اړیکې نورې هم غښتلي شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له ترهګرۍ سره د رغنده مبارزې لپاره سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرستصلاح الدین رباني په دې باور دی، چې زیاتره مسلمان هېوادونه د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي؛ نو، ځکه په کار ده، چې اسلامي نړۍ د ترهګرۍ لپاره مناسب تعریف غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له وسلوالو طالبانو سره د ایران او روسیې د اړیکو او همکاریو رپوټونه خپریږي. تر ډېره امریکايي چارواکي ایران او روسیې ته له وسلوالو طالبانو سره د مرستې د تور ګوته نیسي، تهران او مسکو د مرستو رپوټونه رد کړي او دا یې منلې، چې له وسلوالو طالبانو سره په سیمه کې د سولې د رامنځته کولو لپاره اړیکې لري.
https://avapress.com/vdceww8znjh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته