دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 142555
کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی
د افغانستان ولسمشر په هېواد کې دننه له یوه تریخ حقیقت څخه پرده پورته او په ډاګه یې کړه، چې په کورنیو چارو وزارت کې اداري فساد اوج ته رسیدلی او په امنیتي بنسټونو کې دغه وزارت د فساد زړه بلل کیږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې درېیمه نړیواله غونډه په ارګ ماڼې کې له فساد سره د چټکې مبارزې په هیله پیل شوه.
ولسمشر اشرف غني ویلي، چې سږ کال به پر کورنیو چارو وزارت تم شو؛ په امنیتي بنسټونو کې کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بلل کیږي، مونږ به هرو مرو دغه وزارت اصلاح کوو. په دفاع وزارت کې اصلاحات روان دي؛ خو کورنیو چارو وزارت هم باید اصلاح شي.
ولسمشر غني وايي؛ تر هغې، چې نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره د اداري فساد په مخنیوي کې خپلې هڅې همغږې نه کړي، پایلې به مثبتې نه وي.
د ښاغلي غني په وینا: له ادراي فساد سره مبارزه باید یو کلنه نه وي؛ لس- شل کاله په کار دي، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه وشي. په دې مبارزه کې مونږ خپل ژوند قربانوو.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وايي، چې په ګمرکونو کې تر ډېره د فساد مخه نیول شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په حکومت کې نه یوازې پر توکمپالنه او ګوندپالنه ټينګار کیږي، بلکې د کارکوونکیو کاري بې باوري، د معاشونو ټیټوالی او پر مکافاتو او مجازاتو د ټینګار نشتوالی د اداري فساد ستر لاملونه دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی فرانس مایکل ملیبن وايي، چې له اداري فساد سره چټکې مبارزې ته اړتیا ده.
د هغه په باور د اداري فساد له کبله زیاتره ولس زیانمن شوی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی فرانس مایکل ملیبن په ډاګه کړه؛ دا افغانان دي، چې د اداري فساد قرباني کیږي. افغانان هر کال درې میلیارد دالر رشوت ورکوي، چې په دولتي ادارو کې یې کارونه خلاص شي. حکومت باید له اداري فساد سره مبارزه چټکه کړېي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادا میچې یاما موتو له حکومت څخه وغوښتل؛ دوه زره هغه دولتي کسان دې محاکمه کړ ي، چې تېر کال د اداري فساد په تور نیول شوي دي.
د هغه د وینا له مخې؛ د قضايي ارګانونو لخوا له اداري فساد سره رغنده مبارزه کیدای شي. افغان حکومت له فساد د چټکې مبارزې هوډ څرګند کړی دی. له ادراي فساد سره د مبارزې د عالي شورا جوړښت له فساد سره د مبارزې جدیت ښکاروي. دغه راز حکومت د بښنې او معافیت کلتور پای ته رسولی دی.
د افغانستان د شفافیت بنسټ د څېړنو له مخې؛ د افغانستان سم نیم وګړي وايي، چې په دولتي چارو کې اداري فساد تر ټولو لویه ستونزه ده.
دغه بنسټ وايي، چې اداري فساد ناامنیو ته زمینه برابره کړې او بېوزلي یې زیاته کړې ده.
https://avapress.com/vdchminzm23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته