دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 142562
ولسمشر غني د پروان علماو شورا رئیس وژنه وغندله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پروان د علماو شورا د رئیس وژنه وغندله.

د جمهوري ریاست له لوري نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې تروریستي ډلې دیني او بشري حقونو ته درناوی نه لري.

نن سې شنبې سهار د پروان ولایت د عیدګاه په دولتي مدرسه کې د چاودنې له امله مولوي عبدالرحیم حنفي چې په شاه اغا مشهور و ووژل شو او د مدرسې پنځه زده کوونکي ټپیان شول.

د اجرائیه ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د دغې پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي.

د دغې چاودنې مسؤلت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv0dy0w6djta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته