کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کی د طالبانو او داعش په منځ کی نښته رامنځته سوی دی

21 ثور 1396 ساعت 2:45

د غور ولایت څخه د رارسیدلو ګزارشونو په اساس، د طالبانو او داعش ډلو چی په غور کی مستقر دی د دوو ورځو راهیسی د یو بل سره جنګیږی.


د آوا د خبر له مخی، عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند وایی چی د دوو ورځو راهیسی د طالبانو او داعش دواړه ډلی د مرغاب په سیمه کی د یو بل سره جنګیږی.
هغه وویل چی په دی نښتو کی دوه طالب وژل سوی او ۴ تنه نور ټپیان سوی دی.
د ښاغلی خطیبی په وینا، نښته په دی سیمه کی تراوسه ادامه لری.
ګزارشونه وایی چی داعشیان یو ماین د دهن دره کوګوش روستا کی ځای پرځای کړۍ وو چی دا ماین د طالبانو د تلفاتو لامل ګرځیدلی دی.
دا په داسی حال کی دی چی ګزارشونو له مخی داسی ښایی چی طالبان او داعشیان په غور کی د مذاکری قصد لری.
په دی حال کی ښایی د هغوی خبری کوم ځای ته نه وی رسیدلی او د یو بل سره جنګ باندی اقدام کړی دی.


د مطلب کود: 142661

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142661/په-غور-کی-د-طالبانو-او-داعش-منځ-نښته-رامنځته-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com