کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: د داعش پنځلس کسيز ګروپ مشر د سولې له بهير سره يوځای شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 ثور 1396 ساعت 12:18


د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ملي امنيت رياست په هڅو د داعش وسله والې ډلې د پنځلس کسیز ګروپ مشر وفادار مشهور په نيک عمل د يو ميل تومانچې، يوې مخابرې او دوه لاسي بمونو سره سولې بهير سره يوځای شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې وفادار د داعش په ليکو کې د دې ولايت په چيرهار، کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې په تخريبي کړنو بوخت و، چې په دې وروستیو کې د حقيقت په درک کولو او ملی امنيت په هڅو يې د دايمي مخالفت څخه لاس واخيست او سولې بهير سره يو ځای شو.

وفادار وايي، چې تر دې وړاندې طالب وسله والو سره په تخريبي کړنو بوخت و؛ خو کله، چې د داعشيانو ډله رامنځته شوه؛ نو دوی سره يې بيعت وکړ او نوې ډلې سره يې تر پخوا ډېر په ظلم او وحشت لاس پورې کړ.

نوموړي وويل، چې د دوی په ليکو کې د بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو وګړو هم ګډون در لود او د ګاونډيو هېوادونو څخه رهبري کيدل.

هغه وویل “داعش ډله د عایداتو پيدا کولو په موخه د خلکو فصلونه، ونې او مالونه په ظلم سره نيسي او بې ګناه وګړي په شهادت رسوي، چې زه اړ شوم له مخالفت څخه مې لاس واخيست او حکومت سره يو ځای شوم.”


د مطلب کود: 142692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142692/ننګرهار-د-داعش-پنځلس-کسيز-ګروپ-مشر-سولې-له-بهير-سره-يوځای-شوی

آوا
  https://www.avapress.com