کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: فاریاب کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 ثور 1396 ساعت 11:08


په فارياب ولايت کې د روانو پوځي عملياتو له کبله ٢١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧ تنه يې ټپيان شوي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند کريم يورش تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې یاد وسله وال تېره اوونۍ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پرمهال مړه او ټپیان شوي دي:

"د پنځو ورځو په بهير کې وتوانېدو پنځه کلي د دولت د مخالفو وسله والو يا تروريستانو له موجوديت څخه پاک کړو، په دې لړ کې دښمن ته درانه ګوزارونه ورکړل شوي، د دوى ٢١ تنه وژل شوي او ١٧ تنه يې ټپيان شوي دي."

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په وژل شويو وسله والو طالبانو کې د دوى يو مهم قوماندان ملا غلام رسول هم شامل دى چې په خنجري مشهور و.

کريم يورش وايي په دې لړ کې درې افغان پوځيان هم وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.


د مطلب کود: 142776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142776/چارواکي-فاریاب-کې-۲۱-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com