کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل برېښنا د شنبه په ورځي ستونزه حلی شی

24 ثور 1396 ساعت 7:17

د کابل برېښنا ریاست چارواکي ویلی، د شنبه په ورخي تر پایه پورې به یاد ښار د برېښنا ستونزه هواره او مزي به یې وتړل شي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د کابل پرېښینا ریاست چارواکو وایی، چې په کندوز ولایت کې د جګړو له امله په پل الچین سیمه کې د تاجکستان هېواد د وارداتي برېښنا ۳مزي پرې شوي وو.
د کابل برښنا رياست وياند وحيدالله توحيدي د کبال د برېښنا ستونزه حل په اړه وایی، ۷ ورځې وړاندې په بغلان کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر مينځ د نښتې له امله د برښنا د لېږد يو مزی پرې شوی و، چې اوس تړل شوی دی.
سرچنیو زیاتیوی، د کابل برېښنا شرکت کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او د شنبه ورځې تر پایه به دغه ستونزه هواره شي.


د مطلب کود: 142830

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142830/د-کابل-برېښنا-شنبه-په-ورځي-ستونزه-حلی-شی

آوا
  https://www.avapress.com