کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کشمیر کې د پاکستاني او هندي سرتېرو ډزو دوه ملکیان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1396 ساعت 11:13


د هند او پاکستان تر منځ په لانجمنه سیمه کشمیر کې د دواړو هېوادونو د سرتېرو د ډزو په تبادله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د صدای افغان خبری آژانس، دواړه خواوې پر یوه بل د تېرې ورځې د برید د پیل پړه اچوي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ملکي ادارې ویلي چې په دې وسله‌واله نښته کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

بل لورته د پاکستان پوځ ویلي چې د دوی تر کنټرول لاندې کشمیر کې بیا د دې جګړې له امله چې یو ساعت‌يې دوام وکړ، درې ملکیان ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 142849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142849/کشمیر-کې-د-پاکستاني-او-هندي-سرتېرو-ډزو-دوه-ملکیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com