د افغانستان په سویل کندهار ولایت کې د طالبانو جلب او جذب مسئول د افغان امنیتي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې نیول شوی.
د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، سیمه امنیتي چارواکي په کندهار ولایت کې وایي، چې د طالبانو جلب او جذب مسئول چې اختر نومیږې د شنبې په شپه په کندهار ښار کې نیول شوی.
د کندهار امنیه قوماندانی ویاند ضیا دراني وایي، اختر محمد تیره شپه شاوخوا ۹ بجې په کندهار ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
هغه زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو یو بل غړی چې په چریکي بریدونو کې بوخت وو هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
کندهار د افغانستان په سویل کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی