کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې چاودنې تلفات نه لرل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1396 ساعت 8:23


د افغانستان د کورنیوچارو وزارت چارواکي وايي چې د کابل ښار د تیرې شپې چاودنې تلفات نه لرل.

چاودنه تیره شپه ناوخته د دریمې حوزي اړوند سیمه کې شوې ده.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د کورنیو چارو وزارت ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وایي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شو کله چې یوه مقناطیسي ماین چې په یوه رنجر موټر کې ځای پر ځای شوی وچاودید.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په پلازمینې کابل کې په ورته پیښه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شول.

د کابل د امنیه قومانداني چارواکي په وینا، پیښه د دوشبنې ورځې په سهار شاوخوا ۷ بجې د لومړی امنیتي حوزې اړوند په سیمه کې هغه مهال رامنځته شو کله چې یوه مقناطیسي ماین چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و وچاودید.

له دې وړاندې په پلازمینې کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو.

د برید مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.


د مطلب کود: 142910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/142910/کابل-ښار-کې-چاودنې-تلفات-نه-لرل

آوا
  https://www.avapress.com