دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 142984
د طالبانو ډله ایز بریدونه د بغلان برکه ولسوالی باندی په شا وتمبول سو
د بغلان سیمه ایز مقامات د هیواد په شمال کی وایی چی مسلح طالبان د دوشنبی غرمی وروسته ددی ولایت برکه ولسوالی باندی تهاجمی بریدونه یو په بل پسی ترسره کړل.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د طالبانو دا تهاجمی بریدونه د امنیتی ځواکونو غاښ ماتوونکی ځواب سره مخ سو او په شا وتمبول سو.
د بغلان پولیسو معلوماتو په اساس په دی بریدونو کی لس جنګیدونکی د ملا وکیل په شمول چی د طالبانو نظامی قوماندانانو څخه دی په برکه کی ملا جانو پشتون او ددی ډلی څو مشهوره قوماندانان وژل سوی او څو نور کسان هم ټپیان سوی دی.
همدارنګه طالبان طالبان ډیر پراخ ډله ایز بریدونه پلخمری ښار بالادوری او مرکزی بغلان سیمو باندی ترسره کړی دی خو د درانده تلفاتو په لیدلو سره بیرته په شا باندی تمبول سوی دی.
سرچینه زیاتوی چی د قندوز-بغلان لویه لاره او د مزار شریف-بغلان لویه لاره د ترافیک په وړاندی خلاص دی.
https://avapress.com/vdcdjx0foyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته