دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۳
د مطلب کود : 143114
ننګرهار: د هوایي برید په ترڅ کې ۴ داعش وال وژل شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۴ تنه داعش وسله وال د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، دغه هوایي برید د بتي کوټ ولسوالی په اړوند سیمه کې ترسره شوی او په ترڅ کې ۴ داعش وسله وال او د هغوي یو عراده موټر له منځته تللې دي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو لپاره د حمزه په نوم پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او نږدې یوه میاشت مخکې په اچین باندې د داعش جنګیالیو پر پټنځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړل چې په ترڅ کې نږدې ۱۰۰ تنه داعش وسله وال وول شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvtevxuqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته