د افغان غږ
افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د امریکا دفاع وزارت ویاند وایی چی د طالبانو برنامه په دی اته ځلو کی خنثی سوی دی، خو ددی احتمال شتون لری چی طالبان یو ځل بیا دداسی برنامو قصد ولری.
په همدی حال کی ملی دفاع وزارت هم وایی چی طالبان قصد درلود چی اته ولایتونه او ۶۰ ولسوالیو ته سقوط ورکړی خو په خپلو برنامو کی ناکام پاته سو.
د امریکا دفاع وزارت د طالبانو د برنامی تکرار څخه پر کابل باندی برید او د افغانستان پایتخت ته سقوط لپاره هڅو لپاره هشدار ورکوی.
د پنځه لس کالو وروسته، طالبان تیر کال دوه ځلی وتوانیدل چی د افغانستان یو مهم ښار اداره په لاس کی ونیسی.
طالبان ډله ایز بریدونه د ځینو ولایتونو لکه فراه، ارزګان، لغمان، بغلان او زابل مرکزونو سقوط لپاره ترسره کړی دی.