کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن په فراه کی د کانکور آزموینه اخیستل کیږی

29 ثور 1396 ساعت 9:32

په فراه ولایت کی سیمه ایز مقامات وایی چی یو هیات د کانکور د آزموینی د برګزاره کولو لپاره دا ولایت ته راغلی او د کانکور آزمونه نن اخیستل کیږی.


د آوا د خبر له مخی، محمد ناصر مهری، د فراه والی ویاند آوا و خبرنګارانو ته وویل چی د کانکور د رامنځته کولو لپاره یو ۳۶ کسیزه هیات د یکشنبه په ورځ دی ولایت ته راغلی دی او د بایومتریک او کارت ویش کارونه یی ترسره کړی دی.
هغه وویل چی ددی ولایت کانکور آزموینه نن جمعه د ۱۷۰۰ تنو په ګډون ترسره کیږی.
د فراه والی ویاند وویل چی دا شمیر، ۲۴۷ تنه انجونی او ۱۲۱۶ تنه هلکان تشکیلوی.
هغه وویل: د کانکور آزموینه د پوښتنو بانک قفل په خلاصیدو سره د سهار په اته بجی په رسمی ډول سره شروع کیږی.
مهری ټینګار وکړ چی هیڅ یو په دی پروسه کی د مداخلت حق نه لری.
دا په داسی حال کی دی چی تیرکال کی ۱۵۰۰ تنه کانکور آزموینی ته راغلی وو چی ددی څخه ۱۱۲۳ تنه توانیدلی چی عالی او نیمه عالی زده کړو موسساتو ته لاره ومومی.


د مطلب کود: 143176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143176/نن-په-فراه-کی-د-کانکور-آزموینه-اخیستل-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com