دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 143212
جمهور رئیس غني د کورنیو چارو وزارت ته نوي معینان ټاکلي

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان له لارې د کورنیو چارو وزارت ته د دریو نویو معینانو د ټاکلو ترڅنګ د دغه وزارت د دوو پخوانیو معینانو په ګډون د پولیسو لس لوړپوړې جنرالان احتیاط ته سوق کړي دي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د افغانستان د جمهوري ریاست د ادارې چارو د ریاست د یو بیان له مخې د کورنیو چارو په وزارت کې د نویو ټاکنو په لړ کې د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ستر جنرال مراد علي مراد د دغه وزارت څخه تبدیل شوی او د ستر پاسوال په خالي بست کې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان جمهور رئیس غني د دفاع وزارت د اضطراري او ځانګړو حالاتو د څانګې رئیس جنرال امین الله کریم له دغه وزارت څخه تبدیل کړی او د کورنیو چارو د وزارت د اداري معین په توګه ټاکلی دی.

همداشان جانان بارکزی چې دمخه یې د اداري چارو په ریاست کې دنده پرمخ وړله د ستر پاسوال په بست کې د کورنیو چارو د وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

دمخه د دفاع په وزارت کې د لومړي مرستیال بست و، خو د کورنیو چارو په وزارت کې دغسې بست موجود نه و.

په دغو نویو ټاکنو کې پاسوال عبدالخلیل بختیار، چې دمخه یې د کورنیو چارو د وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې د عملیاتو عمومي رئیس په توګه کار کاوه، اوس د دغه وزارت د نشه یې توکو سره د مبارزې د معین په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان مل پاسوال محمد فرید افضلي د کشف او جرمنو سره د مبارزې د عمومي رئیس په توګه، مل پاسوال عبدالجمیل کوهستاني د جرمونو سره د مبارزې د عمومي رئیس په توګه، عبدالجبار پردلي د کورنیو چارو د وزارت د پیژنتون د عمومي رئیس په توګه، مل پاسوال عبدالمنان همدل د کورنیو چارو د وزارت د استخباراتو د ریاست د مرستیال په توګه، مل پاسوال غلام عزیز غرنی د کورنیو چارو د وزارت د سیمه ییز پولیسو د رئیس په توګه، مل پاسوال خلیل الله ضیایي د ۸۰۸ سپین زر ساحوي زون د قوماندان په توګه، مل پاسوال عبدالنبي د ۴۰۴ میوند د ساحوي زون د قوماندان په توګه، مل پاسوال محمد جمعه عدیل د ۶۰۶ انصار ساحوي زون د قوماندان په توګه او پاسوال شیرعلي شهریار د ۲۰۲ شمشاد د ساحوي زون د قوماندان په توګه ټاکلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ادارې چارو د ریاست د معلوماتو له مخې د دغه وزارت د دوو پخوانیو معینانو لوی پاسوال اکرام الدین یاور،لوی پاسوال بازمحمد احمدی په ګډون د کورنیو چارو وزارت اته لوړ پوړې جنرالان د کورنیو چارو د وزارت د پیژنتون د عمومي ریاست فعال احتیاط په بستونو کې دغې ریاست ته استولي دي.

په دې جنرالانو لوی پاسوال سید عبدالغفار سید زاده،لوی پاسوال عبدالظاهر ظاهر ، لوی پاسوال محمد وکیل اکبري، مل پاسوال فریدون امامي،پاسوال علیشاه احمدزی، پاسوال شیر عزیز کامه وال او مل پاسوال خیر محمد تیمور شامل دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizpazrt1a5r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته