کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تخار کې حکومت طالبانو ته د پیاوړي کیدو زمینه برابروي

30 ثور 1396 ساعت 8:48

د تخار په درقد ولسوالۍ کې افغان سرتېري، چې د طالبانو په کلابندۍ کې دي وایي، چې حکومت په لوی لاس طالبانو ته زمینه برابروي، چې ځانونه پیاوړي کړي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پولیسو د عامه نظم ټولي مرستیال روح الله وایي، درقد ولسوالي د تخار یوه وروسته ته پاتې سیمه ده، چې اوس یې د سقوط احتمال ډېر شوی دی.
هغه زیاتوي، حکومت یو ځل دغلته طالبان وځپل؛ خو بیا یې هغوی ته وخت ورکړ، چې خپل تحرکات پیل کړي.
د نوموړي په وینا؛ یوازې د ولسوالۍ وداني د دولت تر کنترول لاندې ده او افغان ځواکونه له دې ولسوالۍ څخه د وتلو لار هم نه لري؛ خو د دولتي ځواکونو تر منځ په چارو کې نه همغږي لویه ستونزه یادیږي.
په درقد ولسوالۍ کې بند سرتېری ویلی، چې له طالبانو څخه د درقد ولسوالۍ د تصفیې په تړاو هم څه نه ویل کیږي.
د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سید کرامت جهانگیر وایي، د درقد په جګړه کې د سرتېرو تر څنګ ملکیان هم زیانمن شوي؛ ۵۶ کلي له طالبانو سره دي.
د درقد ولسوالۍ اوسیدونکی وایي، د طالبانو د حضور له امله خلک خپلو پټیو او کورونو ته تللی نه شي.
د درقد د خلکو او په دې سیمه کې د امنیتي ځواکونو اندېښنه د اوبو د کچې په لوړوالی او د طالبانو په لاس د دې سیمې پر سقوط ور ټوله ده.


د مطلب کود: 143216

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143216/په-تخار-کې-حکومت-طالبانو-ته-د-پیاوړي-کیدو-زمینه-برابروي

آوا
  https://www.avapress.com