دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 143229
د امریکا پوځ: په تیرو دوه نیم میاشتو کې ۷۵۰ داعشیان په افغانستان کې وژل شوي

په افغانسان کې میشت د امریکا پوځ وایي، په تیروه دوه نیم میاشتو کې لږ تر لږه ۷۵۰ تن د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال د افغان او امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.

د امریکا پوځ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې ۷۵۰ داعش وسله وال د یو شمیر لوړپوړې ډلمشرانو په ګډون وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تیرو ۹ میاشتو کې د داعش مشر حفیظ سید خان او د هغه مرستیا هم د افغان او امریکایي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله وال اکثراً په ختیځ ننګرهار ولایت کې شتون لري.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو لپاره د حمزه په نوم پر چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه هم په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او نږدې یوه میاشت مخکې په اچین باندې د داعش جنګیالیو پر پټنځایونو خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړل چې په ترڅ کې نږدې ۱۰۰ تنه داعش وسله وال ووژل شول.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxw9qyak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته