سیمه ایز مقامات د بادغیس په ولایت کی وایی چی یو کس د شخصی دشمنیو په اساس ددی ولایت د قادس په ولسوالی کی، خپل ورور په واسطه په قتل رسیدلی دی.
په بادغیس کی یو ورور خپل بل ورور په قتل رسولې دی
31 ثور 1396 ساعت 7:30
سیمه ایز مقامات د بادغیس په ولایت کی وایی چی یو کس د شخصی دشمنیو په اساس ددی ولایت د قادس په ولسوالی کی، خپل ورور په واسطه په قتل رسیدلی دی.
د افغان غږ(آوا) د خبر له مخی، ظاهر بهاند، د بادغیس والی ویاند د آوا و خبرنګار ته وویل، پرون د سهار ۹ بجو په شاوخوا، دوه وړونه د قادس په ولسوالی کی د یو بل سره لاس او ګریوان سوی دی چی په نتیجه کی د وړونو څخه یو وژل سوی دی.
هغه وویل چی وویل چی دا نښتی د شخصی دشمنیو په خاطر د خیرخانه په مربوطه سیمو کی د قادس په ولسوالی کی رامنځته سوی دی.
د بادغیس والی ویاند وویل چی قاتل طاهر او مقتول ظاهر نوم درلود.
بهاند زیاته کړه چی طاهر د سیمه ایزو پولیسو له لوری نیول سوی دی او دهغه څخه څیړنی شروع سوی دی.
د مطلب کود: 143285