دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 143330
یو شمېر سناتورانو د مشرانو جرګې د نن یکشنبه غونډه تحریم کړه

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د دغې جرګې د نن ورځې عمومي غونډه تحریم کړه.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، دغه اعتراض وروسته له هغې وشو چې د مشرانو جرګې اداري پلاوی په خپل وخت غونډې ته حاضر نه شول.

دوی ویل چې په ساعتونو یې انتظار وکړ، خو د اداري پلاوي کوم غړي غونډې ته تشریف رانه وړ.

بل خوا د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وايي، دوی له ځینو پخوانیو معترضو وکیلانو سره غوڼدې ته د راتګ په اړه بحثونه کول، نو ځکه د مشرانو جرګې غونډه یو څه په ځنډ پيل شوه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjttevyuqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته