کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کی ۷ زره مکتبونه ساختمان نه لری

1 جوزا 1396 ساعت 8:37

د معارف وزارت معین وایی چی په حاضر حال کی په افغانستان کی د ۷ زرو په شاوخوا مکتبونه ساختمان نه لری.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، اسدالله محقق جهانی، د معارف وزارت معین نن د آوا سره په خبرو اترو کی وویل: موږ ۱۵ کاله مخکی ۴ زره مکتبونه درلوده؛ خو نن ۱۷ زره مکتبونه لرو چی ددی منځ څخه، ۷ زره ساختمان نه لری.
ښاغلی جهانی زیاته کړه چی دا وزارت تراوسه هم د بودجی کمبودی سره مخ دی؛ له دی مخی نه سو کولای کافی معاش معلمینو ته ورکړی او ټولو مکاتبولپاره ساختمان جوړ کړی.
د معارف وزارت معین وویل چی د ناامنیو په اساس د یو زرو مکتبونو څخه ډیرر د هیواد په جنوبی او ختیځی ولایتونو کی مسدود دی.
هغه په دی بیان سره چی معلمین د ټولنی مستحقه قشر حسابیږی، ټینګار وکړ چی حداقل د تازه معلمینو لپاره او ۱۴ پاسه لپاره باید ۱۰ زره افغانی معاش ورکړل سی.
د هغه اظهاراتو په اساس، د معلمانو شمیر په ټول هیواد کی ۲۰۳ زرو تنو ته رسیږی.
معلمین او دولتی مامورین په معمول ډول سره د ۶ زرو څخه تر ۱۲ زرو افغانیو پوری میاشت کی معاش ترلاسه کوی.
اداری چارو پوهان وایی چی دا معاشونه د معلمینو او ملکی خدماتو مامورانو ته په هیڅ وجه هغوی خدماتو په وړاندی چی ارائه کوی متناسبه نه دی.
داپه داسی حال کی چی د معلمانو د معاشاتو ډیریدو طرحه د رمضان بشردوست د مجلس غړۍ له خوا پیشنهاد سوی او مجلس اوس پر هغه باندی کار کوی.


د مطلب کود: 143363

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143363/په-افغانستان-کی-۷-زره-مکتبونه-ساختمان-نه-لری

آوا
  https://www.avapress.com