دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 143493
کندهار: د طالبانو د ماین جوړنې انجنیر د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی

په سویل کندهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د ماین جوړونې انجنیر د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د کندهار امنیه قوماندانی ویاند ضیا دراني وایي، په دغه چاودنه کې ۳ تنه وسله وال د یاد ډلې د ماین جوړونې انجنیر په ګډون وژل شوي.

هغه زیاته کړه، چې پیښه نن سهار رامنځته شوه او په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دولتي چارواکي اکثرا طالبان او نور ولسواله ډلې په لويو لارو کې د ماينونو په ښخولو تورنوي او وایي په دغو بریدوو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پالوي (یوناما) دوه میاشتې مخکې وویل، چې په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور پر بنسټ، د تیر ۲۰۱۶ کال په څیر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر لامل پاتې شوی چې ورپسې له وړاندې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي او ځانمرګي بریدونه او همغږي ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو لاملونه په ګوته شوي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhtevtuqexxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته