کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی امنیت د هرات هوایی ډګر باندی د یو چاودیدونکی برید څخه مخنیوی وکړه

3 جوزا 1396 ساعت 9:16

د هرات ملی امنیت مقامات وایی چی د هرات هوایی ډګر باندی د یو برید څخه مخنیوی کړی دی.


د آوا د خبرګزاری له مخی، جنرال داد محمد حریفی د هرات ملی امنیت مشر ددی حادثی په سیمه کی خبرنګارانو هت وویل چی په یو موټر کی ډیر چاودیدونکی توکی ځای پرځای سوی وو چی د هرات بین المللی ډګر ته نمدی ګذره ولسوالی سنوګرد سیمه کی کشف او وپیژندل سو.
د ښاغلی حریفی په وینا، ددی عملیات اصلی طراح ملاصمد چی د شیندند د طالابانو مشهور قوماندانانو څخه وو چی غوښتله هوایی دګر تر هدف لاندی ونیسی.
هغه وویل چی دی حادثی پوری مربوط یو کس نیول سوی او د قضیی لا روشانولو لپاره ملی امنیت اداری ته استول سوی دی.
هرات ملی امنیت اداری مشر وویل چی دا د دولت مخالفینو لومړۍ هڅه د موتربمب څخه په ګټی اخیستنی سره وو.
د هغه په وینا، امنیتی ځواکونه بالخصوص ملی امنیت په هڅه کی دی ترڅو ددی ولایت آرامتیا وساتی او تروریستی بریدونو مخه ونیسی.
دا په داسی حال کی چی د هرات ولایت په اخیره اوونۍ کی د څو تروریستی بریدونو شاهدان دی.


د مطلب کود: 143522

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143522/ملی-امنیت-د-هرات-هوایی-ډګر-باندی-یو-چاودیدونکی-برید-څخه-مخنیوی-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com