دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 143556
ملي امنیت سلاکار په روسیه کې د هندوستان د ملي امنیت له سلاکار سره پر دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو د اتم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر اجیت دووال سره په دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاریو خبرې وکړې. د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، دواړو لوریو د افغانستان او هندوستان د دولتونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو پر پراختیا بحث وکړ او د افغان ځواکونو د ملاتړ او تقویې په موخه یې د یوې هر اړخیزې طرحې پر جوړیدو خبرې وکړې.



د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د لیدنې پر مهال د هند د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اجیت دووال ته، افغانستان ته راتګ بلنه ورکړه. ښاغلي دووال د ملي امنیت د سلاکار له دعوت څخه هر کلی وکړ او لیوالتیا یې ښکاره کړه، چې په نیږدې راتلونکې به د دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي همکاریو د د وام او پراختیا په موخه افغانستان ته سفر وکړي.



په دې لیدنه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناستې په یوه برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او د هندوستان صدراعظم ناریندرا مودي د ځانګړي لیدنې په اړه هم بحث وشو. د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه، د روان کال د جون په اتمه نیټه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې جوړیږي، په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د رهبرانو پر ځانګړې ناسته موافقه وشوه. د واړو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو پریکړه، وکړه چې د دواړو رهبرانو د لیدنې په موخه به لازم چمتوالی و نیول شي.



د افغانستان او هندوستان د ملي امنیت سلاکارانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت بحث درلود او د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې په موخه د یوه جامع مکانیزم د جوړیدو په برخه کې یو لړ پرمختګونو ته ورسیدل.



ټاکل شوي په مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو اتم کلنی امنیتي کنفرانس نن ورځ هم دوام ولري، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دې سفر کې په منځنۍ اسیا کې د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی شاکر کارګر او د ملي امنیت شورا دفتر د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو عمومي رییس ښاغلی تمیم عاصي ملتیا کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آوا(آوا)
https://avapress.com/vdcjitevmuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته