کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دارالامان ماڼۍ د بیاجوړونی لومړۍ ګام تکمیل سو

5 جوزا 1396 ساعت 9:47

د ښارجوړونی وزارت وایی چی د کابل دارالامان ماڼۍ د لومړۍ بخش جوړولو کار پای ته ورسیدل او د دوهم برخی جوړونی کار داوطلبی ته پریښودل سوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، سید سعادت منصور نادری، د مسکن او ښارجوړونی وزیر تیره ورځ پنجشنبه په دی ماڼۍ کی په خاصو مراسمو کی وویل چی د لومړۍ برخی بیاجوړنی کار یوکال څخه ډیر وخت ونیول او دری میلیونه دالره لګښت درلود.
په دی وخت کی، افغان انجینران د ماڼۍ آماده کولو او روفت او روب مسوولیت د کار شروع لپاره اساسی برخه یی په غاړه درلود.
ددی وزارت په وینا، د دارالمان ماڼۍ تر ۱۳۹۸ لمریز کال پوری به آماده سی تر څو خپل هغه لومړنۍ حالت ته وګرځی او د افغانستان د آزادی او استقلال سلمی جشن کوربه وی.
ښاغلی نادری په دی ناسته کی زیاته کړه چی ددی ماڼۍ د جوړولو دوهمه مرحله داوطلبی ته کښیښودل سوی دی او د داوطلب د ټاکلو لپاره، د کار کیفیت، ډیر په نظر نیول کیږی.
دا لومړۍ ځل دی چی افغان انجنیران یو ملی پروژی مسوولیت په غاړه لری.
۸۰ افغان انجنیران ددی ماڼۍ د جوړولو لپاره کار کوی چی دوی څخه نیم یی، ښځی دی.
قرار دی چی د دارالامان ماڼۍ د بیاجوړولو کار تر دوو کالو پوری، یعنی په ۲۰۱۹ کال کی پوره سی. ددی ماڼۍ ترڅنګ، حکومتی مقامات تعهد کړی دی چی د هیواد نور لرغونۍ ځایونه او آثار هم جوړ کړی او د پخوانیو کلتور ژوندی وساتی.


د مطلب کود: 143655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143655/د-دارالامان-ماڼۍ-بیاجوړونی-لومړۍ-ګام-تکمیل-سو

آوا
  https://www.avapress.com